د لاسرسي لېنکونه

اروپايي ټولنه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد پر ملاتړو د بندیزونو په اړه غور کوي.

ویل شوي که د اسد پلویان د هغه څه په پای ته رسولو کې چې په سوریه کې قساوت بلل شوی پاتې راشي نو دا بندیزونو به پرې ولګېږي.

دا خبره د هغې اعلامیې په مسوده کې راغلې چې ازادي راډیو مخکې تر دې چې د نن ورځې په پای کې د اروپايي ټولنې د مشرانو غونډه پیل شي ترلاسه کړې ده.

د دې مسودې په متن کې راغلي چې اروپايي ټولنه د هغو سازمانونو او افرادو پر خلاف د اقداماتو سربېره چې د سوریې د رژیم ملاتړ کوي پر ټولو انتخابونو غور کوي.

داسې ښکاري چې د دې ګواښونو هدف به روسیه وي ځکه لوېدیځو مشرانو پر روسیې له دې کبله انتقاد کړی چې د حلب ښار کې د سوریې د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي.

په دې مسوده کې همدارنګه ویل شوي چې اروپايي شورا په حلب ښار کې پر ولسي خلکو د سوریې او د سوریې د حکومت د ملاتړو په ځانګړي توګه روسیې بریدونه په سختو ټکو غندي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ د جرمني او روسیې له مشرانو سره تر خبرو وروسته په برلین کې وویل:

"اصلي ټکی دا دی چې د حلب خلک او یا لږ تر لږه د دې ښار د ځینو سیمو استوګن نه‌شي کولای په دې ناوړه وضعیت کې ژوند ته ادامه ورکړي."

له بلې‌خوا د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل پر حلب بمباري غندلې او هغه‌یې غیر انساني بللې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا تورونه تبلیغات بللي چې د ده په وینا د سوریې واقعیتونو ته په‌کې پام نه‌دی شوی.

XS
SM
MD
LG