د لاسرسي لېنکونه

د ځوانانو ملي ټيم ته د غوره څېرو د ټاکلو په هدف نن په کابل کې د سوک‎وهنې سیالۍ پيل شوې.

د افغانستان د سوک‎وهنې فدراسیون همغږي کوونکي وحیدالله حمیدي ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ د هېواد د ۲۲ ولایتونو د ۲۰۰ لوبغاړو تر منځ پيل شوي دي.

ښاغلي حمیدي په دې اړه وویل:

"لوبغاړي د ۱۷، ۱۸ او ۱۹ کلنو تر منځ دي او د دغو سیالیو د جوړولو هدف د ځوانانو ټیم ته د غوره څېرو ټاکل دي."

ښاغلي حمیدي وویل چې دغه سیالۍ به نن تر غرمې وروسته په غازي لوبغالې کې جوړې او پنځه ورځې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG