د لاسرسي لېنکونه

د افغان حکومت اجرائیه رئیس د سعودي عربستان د سوداګرۍ خونې له مسؤلینو سره د کتنې پر مهال له سعودي پانګه‎والو په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

له اجرائیه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې عبدالله عبدالله د افغانستان طبیعي زېرمې او زراعت د پانګونې لپاره مناسبې برخې بللې دي.

اجرائیه رئیس همداراز ټینګار کړی چې افغان حکومت د پانګه‎والو د هڅونې لپاره په اړونده قوانینو کې لازم سهولتونه او اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر بیا ژمنه کړې چې ډېر ژر به په افغانستان کې د پانګونې د ارزونې لپاره یو تخنیکي ټیم دې هېواد ته واستوي.

XS
SM
MD
LG