د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

حقمل: هڅه کوو څو د نجونو د ښوونځيو مدیریت ښځو ته وسپارو


په افغانستان کې د تعلیم په تېره بیا د نجونو د زده‎کړو په برخه کې د بېلابېلو ستونزو تر څنګ د ولسي جرګې دیني، فرهنګي او پوهنې چارو کمېسیون د هغې طرحې د عملي کېدو غوښتنه کوي چې له مخې یې د نجونو ښوونځیو مدیریت باید ښځینه استادانو ته وسپارل شي.

د دې کمېسیون غړې حمیرا ایوبي ټینګار کوي چې په افغانستان کې د باسوداه ټولنې رامنځته کېدو لپاره دا مهمه طرحه ده چې باید د عملي کېدو لپاره‌یې جدي کار وشي.

اغلې ایوبي زیاته کړه:

"که دوی د زړه له کومې ژمنه لري دا باید جدي تعقیب کړي چې د ښوونځيو مدیرانې مېرمنې وي، زه د یوې ښځې او د افغانستان د ښځو د استازې په توګه د پوهنې په وزارت غږ کوم چې دا طرحه عملي کړي که سل په سلو کې نه‌وي ۵۰، ۶۰ یا ۷۰ فیصده خو باید عملي شي."

اغلې ایوبي وايي چې که د ښځینه ښوونځيو مدیریت ښځینه مدیرانو ته وسپارل شي دا کار به د نجونو د پیاوړتیا په برخه کې ګټور تمام شي او د زده‎کړو په برخه کې به‌یې ګڼې ستونزې هم هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت وايي، هڅه کېږي چې په ټول افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو مدیرانې، ښوونکي او نور کارکوونکي خپله ښځې وي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل وايي، دا هڅې پیل شوي او یو ځل بیا د ټولو ولایتونو ریاستونو ته لارښوونه شوې چې د امکان تر حده د نجونو ښوونځيو مدیریت هغو استادانو ته وسپارل شي چې د مدیریت وړتیا لري.

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل
د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل

ښاغلي حقمل زیاته کړه:

"زموږ په نوي مکتوب کې چې ولایتونو ته مو لېږلی دې کار کې باید سرعت رامنځته او عملي شي او دوی ته یو ځل بیا په ټینګار سره ویل شوي چې که دوی استادانې لري چې مدیریت کولای شي له دوی څخه دې د مدیرانو په حیث استفاده وشي."

ښاغلی حقمل وايي چې دا ګام د ښوونې په برخه کې د شته ځينو فرهنګي حساسیتونو او د تصمیم تر حده د ښځو د ګډون لپاره کېږي.

افغانستان کې د نجونو په ښوونځيو کې د ښځینه پرسونل د نه‌شتون تر څنګ، د مسلکي ښځینه ښوونکو نه‌شتون، په ځينو ولایتونو کې د ښوونې څخه د نجونو محروم ساتل، په ناامنه سیمو کې د یو شمېر ښوونځیو تړل، د معیاري ودانیو نه‌شتون او د درسي کتابونو کمښت د تعلیم په وړاندې نورې هغه ستونزې دي چې وخت په وخت‌یې په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې په هېواد کې د متوازنو زده‎کړو د پراختیا لپاره دا یو مهم ګام ګڼي وايي چې د پوهنې وزارت باید د مسؤلیت له سپارلو مخکې کدرونه وارزوي.

د ښځو د تعلیمي مرکز پخوانۍ غړې مقدسه اتلواله وايي، د افغانستان غوندې فرهنګي ټولنه کې باید د نجونو ښوونځيو پرسونل ښځې وي خو جنسیت ته پاملرنه باید د وړتیاوو مخه ونه‌نیسي.

مېرمن اتلواله وايي:

"زه فکر کوم چې دا کار ناشونی نه‌دی برسېره پر دې چې ښځینه مدیرانې او اداري کارکوونکي په ښوونځيو کې مقررې کړي باید لومړی د هغوی لپاره د ادارې ښې زده‎کړې برابرې کړي څو په دې برخه کې ښه استعدادونه تر لاسه او عملي شي."

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن وايي، که د نجونو د ښوونځیو مدیریت، معلمي او نورې چارې ښځو ته وسپارل شي خلک په ښوونځیو کې د خپلو نجونو شاملولو ته لېواله کېږي، خو هغه په دې برخه کې د عامو خلکو همکاري هم مهمه ګڼي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG