د لاسرسي لېنکونه

رویټرز خبري اژانس د یو شمېر لویدیځو او امریکایي چارواکو له قوله لیکي چې په دې وروستیو کې د ایران له‎خوا یمن کې حوثي یاغیانو ته د وسلو په لیږد کې د پام وړ ډیروالی راغلی دی.

د دغو چارواکو په خبره په دغو وسلو کې درنې او سپکې وسلې دواړه شاملي دي.

ویل کېږي دغه وسلې د یمن د ګاونډي عمان له لارې دغو یاغیانو ته قاچاق کېږي.

د رویترز په خبره دغې مسئلې د واشنګټن اندیښنه راپارولې ده او امریکایي چارواکو دا اندیښنې له عمان سره شریکې کړي دي.

عمان په خپلو سرحدونو کې د هر ډول وسلو قاچاق په کلکه ردوي.

د یمن سیمه ییز چارواکي وایي، د عمان حکومت د ایران له لوري حوثي یاغیانو ته د وسلو په وړلو کې رول نه‎لري، خو وایي دغه هېواد د خپلو سرحدونو په اوږدو کې د وسلو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د یمن ماشومان

د یمن ماشومان

د عمان د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوی تېره اوونۍ د عکاذ"Okaz" په نوم ورځپاڼې ته ویلي دي:

"دا حقیقت نه دی، هېڅ ډول وسله زموږ له پولو نه ده تېره شوې او موږ د هر ډول شک په برخه کې وضاحت ورکولو ته چمتو یو."

سعودي عربستان او یو شمېر نور متحدین یې د یمن له ولسمشر عبدالربه منصور هادی ملاتړ کوي او بیا واک ته د هغه د رسولو په هدف یې یو ائتلاف جوړ کړی دی.

دغه ائتلاف تر دې وړاندې هم پر ایران تور لګولی و چې یمن ته وسلې لېږي.

د ایران حکومت په پرله‎پسې ډول دغه تورونه رد کړي دي. ایران وایي، دا مهال یمن ته د بشري مرستو رسول هم ناممکنه دي.

رویټرز زیاتوي، یمن ته د وسلو د ډیر والي سره داسې اندیښنې هم راپورته شوي چې ښایې په هغه هېواد کې کورنۍ جګړې دوام وکړي.

په دغه هېواد کې د کورنیو جګړو په نتیجه کې تر اوسه ۱۰ زره کسان وژل شوي دي.

د راپور پر اساس د یمن جګړې دوه سیمه ییز قدرتونه سعودي عربستان او ایران د یو بل په مقابل کې درولي دي او د هغوی ترمنځ تاوتریخوالی یې لا ډېر کړی دی.

د دوشنبې په ماښام په یمن کې د ملګرو ملتونو سازمان په منځګړیتوب ۷۲ ساعته اوربند نافذ شو.

په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسماعیل ولد شیخ احمد هیله ښودلې چې دا اوربند به تمدید شي.

د تبعید شوي ولسمشر عبدالرب منصور هادي حکومت بیا د یمن تعز ښار ته د بشري مرستو د رسولو غوښتنه کړې ده. دغه ښار د حوثي یاغیانو په محاصره کې دی.

دغې ډلې د یمن ډیری شمالي برخي لاندې کړي دي.

ویل کېږي حوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي د متحدین یې د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته وفادار دي.

XS
SM
MD
LG