د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

ننګرهاریان له نویو مقرر شویو چارواکو ریښتینی خدمت غواړي


د ننګرهار د ولسونو پرله‎پسې غوښتنو وروسته مرکزي حکومت محمدګلاب منګل د والي په توګه او مل پاسوال سیدګل اقا روحاني د امنیه قومندان په توګه دې ولایت ته معرفي کړل.

د ننګرهار ولسونه له دواړو مسؤلینو څخه تمې لري چې د تېرو مسؤلینو کړنې ځان ته سبق کړي او هغه څه وکړي چې د دې سیمې په ګټه وي او د عام ولس زړه خپل کړي.

د جلال‎اباد ښار اوسیدونکی توريالی وايي، خلک اوس د مسؤلینو په ريښتینولی پوهېږي او له نوي والي نه يې غوښتنه وکړه چې ولسونو سره باید هغه ژمنې وکړي چې دی سبا يې عملی کړي:

"په دې وروستیو کې ولسونه په همدې هيله او امید دي چې نوی والي باید امنیت او سولې ته کار وکړي، د ننګرهار اکثراً خلک تعلیم یافته دي او د والي ګلاب منګل په تشو وعدو به ونه غولېږي او که ریښتینی خدمت ونه‎کړي نو ولسونه به يې پر خلاف غږ پورته کړي."

یو بل ځوان اباسین امرخېل بیا وايي، د جلال‎اباد په ښار کې څوک داسې تصور نه‎شي کولای چې دلته دې پولیس فعاله وي.

امرخېل بیا وايي، د جلال‎اباد په ښار کې څوک داسې تصور نه‎شي کولای چې دلته دې پولیس فعاله وي.
امرخېل بیا وايي، د جلال‎اباد په ښار کې څوک داسې تصور نه‎شي کولای چې دلته دې پولیس فعاله وي.

نوموړي له نوي امنیه قومندانه غوښتنه وکړه چې د ولسوالیو د امنیت تر څنګ ښار ته هم توجه ډېره کړي:

"زما هیله له امنیه قومندانه دا ده چې اوس په جلال‎اباد کې نه پولیس او نه هم ټرافیک په فعالیت لیدل کېږي موږ غواړو چې هغه پولیس چې په داخل کې پراته دي باید ښار ته راوایستل شي څو د قانون ماتوونکو ترې سترګه وسوزي."

ننګرهار کې د یوه شخصي پوهنتون استاد سیدمحمود اغا وايي، له مرکز وروسته ننګرهار مهم ولایت دی او نوی غوره شوي مسؤلین باید د ولس ارمانونه پوره کړي:

"ډېر والیان او قومندانان به کوښښ وکړي چې دلته راشي خو زموږ توقع دا ده چې نوی والي باید په ټولو برخو کې که هغه امنيتي چارې دي، که هغه اقتصادي چارې دي او که هغه فرهنګي چارې دي د دې ملت او د ننګرهار د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي."

دا به په راتلوونکي کې وکتل شي چې نوي غوره شوي مسؤلین به په خپلو چارو کې څومره بریالي ثابت شي خو د ولس تمه ترې دا ده چې دوی باید د دې سیمې د زورواکانو تر اغېز لاندې رانه‎شي او په ځينو محلي ادارو کې دې بنسټيز تغیرات راولي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG