د لاسرسي لېنکونه

د همالیا غرونو اوبه د هند او پاکستان تر منځ کړکېچنې او پېچلې اړیکې یوه نوي حساس پړاو ته رسوي.

راپورونه وايي چې د هند صدراعظم غواړي چې له اوبو نه د پاکستان د منزوي کولو د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.

هند په داسې حال کې چې په کشمیر کې د خپل پوځ پر یوې پوستې د وسله‎والې حملې او ۱۹ هندي سرتېرو د وژنې اغېز تر اوسه احساسوي پرېکړه کړې چې د پوځي اقداماتو پر ځای د اوبو د بندونو له جوړولو د پاکستان پر ضد د یو ډيپلوماټیک ځوابي اقدام په توګه کار واخلي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي غواړي له اوبو څخه د خپل بهرني سیاست د مهمې وسیلې په توګه کار واخلي او ویلي یې دي څو چې د وینو تویول بند نه‎شي اوبه نه‎شي روانېدای.

څارونکي په دې باور دي چې د ۱۹۶۰ میلادي کال د اوبو تړون په اړه بیا غور په سیمه کې د قدرت په لوبه کې بدلون راوستلای شي.

د سیاسي چارو کارپوه حسن عسکري رضوي وايي چې پاکستان ته د اوبو په جریان کې هر راز بدلون به د پاکستان لپاره مرګوني عواقب ولري.

رضوي وايي، دې ته په پام سره چې د پاکستان د ۱۹۲ میلیونه وګړو له څلورو درې برخې د ژوند د دوام لپاره د سند سیند د اوبو پر زېرمو متکي دي نو دې سیند ته د اوبو په جریان کې خنډ به د پاکستان د کرنې شبکه چې د دې هېواد د اقتصاد د ملا تیر دی له ستونزو سره مخامخ کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره اټکل کوي چې د پاکستان د ناخالص ملي تولید په سلو کې ۲۴ د کرنې له سکټوره ترلاسه کېږي، په داسې حال کې چې د دې هېواد په سلو کې ۹۵ کرکېله د سند سیند د اوبو پر سرچینو متکي ده.

که څه هم تر اوسه معلومه نه‎ده چې هندوستان د ۱۹۶۰ کال د اوبو تړون فسخه کوي کنه خو اسلام‎اباد ویلي چې که هند دا کار وکړي نو پاکستان به دې کار ته د جګړه‌ییز اقدام په سترګه وګوري.

د هند د استخباراتو پخوانی مشر وېکرم سود وايي چې پاکستاني پوځي مشران له هېڅ شي دومره اندېښنه نه‎لري لکه پنجاب ایالت ته د اوبو د بندولو له احتماله‌یې چې لري، ځکه دا کار به په دې ایالت کې سیاسي ناامنیو ته لمن ووهي.

پنجاب له یوې خوا د پاکستان د کرنیزو تولیداتو تر ټولو لویه تولیدوونکې صوبه ده او له بلې‌خوا د دې هېواد د پوځ اکثر مشران او چارواکي په‎کې استوګن دي.

وېکرم سود که څه هم وايي، هند د ۱۹۶۰ کال د اوبو د تړون بیخې فسخه کول په پام کې نه‎لري خو یادونه کوي چې په دې تړون کې جزئي بدلون هم پر پاکستان خورا زیات ناوړه اغېز کولای شي.

هند کې شاوخوا شپږ سوه میلیون وګړي اوس مهال د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي په داسې حال کې چې په هند کې د روانو سیندونو په سلو کې اتیا سلنه اوبه پاکستان ته ځي او یوازې په سلو کې له شل برخې څخه‌یې په هند کې دننه کار اخیستل کېږي.

د هند صدراعظم په پام کې لري چې د دې اوبو مخه د بندونو د جوړولو په وسیله راوګرځوي خو کله؟ څنګه چې بلومبرګ خپرونې لیکلي؛

د نویو بندونو د جوړولو وړاندیز لومړی باید نړیوال بانک ته واستول شي.

هند اوس‌مهال پاکستان ته د اوبو بهیر نه‎شي بندولای ځکه د اوبو د زېرمه کولو امکانات نه‎لري.

د نړیوال بانک یو مقام وايي، هند او پاکستان دواړو اوس‌مهال ښودلې چې د ۱۹۶۰ کال د اوبو تړون رعایتوي.

XS
SM
MD
LG