د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی څو فرهنګي خبرونه در اوروو لکه په یوه خبر کې ېې چې ویل شوي دي:

نن سهار هم د فرهنګي چارو د وزارت د مقام سګرت داني، قلمداني او کاغذ داني، وڅنډل شوې او صافي کړای شوې!

په بل خبر کې راغلي چې د یوه ولایت د فرهنګي چارو رئیس، د فرهنګي کارونو
د ښه پرمختګ لپاره د خپل موټر موبلایل تبدیل کړل!

نور خبرونه هم شته او هغه چې واورئ نو خوند به ترې واخلئ.

ورپسې یوه درې کونجه میز ته بلنه درکوو چې چلوونکی ېې پوښتنه هم خپله کوي
او ځواب ېې هم خپله وايي او صاحب‌نظران ېې هسې (اغابلې!) کینولي دي!


په پای کې مو هغه کور ته بیا یو چې مېرمن ېې د یوه کال اخیستي سامانونه
بل کال ته نه پریږدي، وای زړه مې ورته تنګیږي!

جوړوونکی:ننګیارنااشنا

XS
SM
MD
LG