د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

"رکا" کنفرانس راتلونکی کال ترکمنستان کې جوړېږي


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو لپاره د "رکا" غونډې چې د افغانستان په محور او مالکیت څرخي مهم رول لري.دا کنفرانس راتلونکي کال په ترکمنستان کې جوړېږي.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ د "رکا" کلني راپور پرانیست غونډې ته چې په کابل کې یې د بهرنیو مېشتو سفارتونو استازي هم وربللي و، وویل، د افغانستان لپاره د سیمې په کچه ځينې مهمې پروژې پلي شوي خو دا بسنه نه‌کوي.

د دغه وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیالې عادله راز د یادې غونډې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل چې د سیمې له هېوادونو سره‌یې ناستې پیل کړي څو د "رکا" اووم کنفرانس لپاره چې ترکمنستان‌یې کوربه‎توب منلی ښه چمتولای ونیول شي.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیاله عادله راز
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیاله عادله راز

اغلې راز زیاته کړه:

"موږ د رکا اووم کنفرانس ته چمتووالی لرو او د نننۍ ناستې هدف هم دا و چې له خپلو شریکانو سره د تېر کال راپور شریک او د بل کنفرانس لپاره د دوی نظرونه واخلو چې افغانستان څه کولای شي، تر ټولو مهمه دا چې موږ غواړو د سیمې له هېوادونو سره دا موضوعات شریک کړو د سیمې هېوادونه په تېره بیا ترکیه او ترکمنستان هم خپل چمتوالی ښيي او د راتلونکي کنفرانس کوربه توب ترکمنستان کوي."

"رکا" یا د افغانستان لپاره د سمیه‌ییزو اقتصادي همکاریو شپږم کنفرانس تېر کال کابل کې جوړ شوی و چې شاوخوا اویا هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په‎کې ګډون کړی و.

په هغه کنفرانس کې د افغان حکومت ډېر ټینګار د ورېښمو لارې په بیا احیا او ځينو نورو اقتصادي پروژو و.

د اقتصادي همکاریو لپاره د غونډو دا پروسه د افغان حکومت په ملکیت په ۲۰۰۵ میلادي کال کې پیل شوي چې تر اوسه‌یې په اسلام‎اباد، نوې ډېلي، دوشنبې او دوه ځله په کابل کې ناستې کړي دي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی صدیق‌الله ساحل وايي چې که څه هم اقتصادي پرمختګ ته ارادې شته خو په وړاندې یې په سیمه په تېره بیا افغانستان کې ځينې خڼدونه شته چې څوک پرې باوري کېدای نه‎شي.

ښاغلی ساحل زیاتوي:

"زما په باور د رکا کنفرانس په اقتصادي پروژو کې ښه نیت او ښه اراده لري، خو ډېر لومړیتوب باید دې ته ورکړل شي چې افغانستان کې ثبات او امنیت تأمین شي تر څو اقتصادي پروژې چې پلان کېږي په ښه توګه عملي شي."

د بهرنیو چارو وزارت بیا په دې باور دی چې په سیمه کې د چابهار بندر، کاسا زر، ټاپي، لاجوردو لار او د اقتصاد او انرژۍ ګڼې نورې پروژې چې افغانستان‌یې یوه برخه ده پیل شوې دي.

XS
SM
MD
LG