د لاسرسي لېنکونه

logo-print

له کندهاره څه باندې یو نیم زر ټنه انار پاکستان او هند ته صادر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر نصر الله ذهیر ازادي راډیو ته وویل چې دا لا د انارو د فصل پیل دی.

دی وايي:

"۱۱۴۰ ټنه انار پاکستان ته صادر شوي او نېږدې ۵۱۵ ټنه انار هند ته صادر شوي دي."

د کندهار سوداګرۍ د خونې چارواکو په وینا سږ کال په دغه ولایت کې د نورو کلونو په پرتله ۴۳ فیصده د انارو حاصلات زیات شوي او ټاکل شوې ده چې د لومړي ځل لپاره یوه اندازه انار د نمونې لپاره فرانسې ته هم صادر شي.

XS
SM
MD
LG