د لاسرسي لېنکونه

ایران وایي چې له افغانستان سره د ښار جوړونې په برخه کې مرستو ته چمتو دی.

د افغانستان د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري د اکوادور په مرکز کیتو کې د هبیتات درېیم نړیوال کنفرانس تر څنګ د ایران د ښار جوړونې له وزیر عباس اخوندي سره وکتل.

د ایران د ښار جوړونې وزیر وویل، چې هېواد یې چمتو دی چې د ښار جوړونې په برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.

سید سعادت منصور نادري وویل چې افغانستان غواړي چې د ایران له ښو تجربو د ښار جوړونې او په دې برخه کې له ایراني ټکنالوژۍ څخه ګټه واخلي.

نادري زیاته کړه چې نړیوال بانک د ښار جوړونې په برخه کې افغانستان ته یو میلیارډ ډالر پور ورکړی او همداراز افغانستان دوه میلیارد ډالر نور لري چې ایراني شرکتونه کولای شي د کورونو او ښار جوړونې په پروژو کې له موږ سره همکاري وکړي.

د خلکو د مېشتېدو درېیم نړیوال کنفرانس یا "هبیتات درې" د ملګرو ملتونو له لوري له درېیو ورځو راهیسې روان دی او نن پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG