د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

افغانستان ته د امریکا انتخاباتي مناظرو کې ولې پام نه‌دی شوئ؟


د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د ډیموکراټ او جمهوري غوښتونکو د ګوندونو د کاندیدانو هیلري کلېنټن او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ۲۰۱۶میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ ټلویزیوني مناظره تېره شپه ترسره شوه.

په دغې مناظره کې دواړو کاندیدانو په څو مشخصو مسائلو خبرې وکړې او هم یې په تالار کې د میلمنو پوښتنو ته ځوابونه وویل، د دغې مناظرې په اړه نوریاس نوري د سیاسي چارو له کارپوه شفیق همدم سره مرکه کړې او لومړۍ یې ترې پوښتنه کړې چې په دغې ټلویزیوني مناظره کې د دواړو کاندیدانو د بهرني سیاست د موضوع په اړه بیا هم د افغانستان نوم یاد نه‌شو.

ولې د افغانستان نوم د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتي مناظرو کې له پامه غورځول شوی، ښاغلي همدم یې په اړه وویل،

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:07 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG