د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

د سلما بند امنیت ته د خطر زنګ!


د هرات د ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي، د ملا عبدالرحمان په نامه یو کس چې ځان د وسله‎والو طالبانو د ډلې قوماندان معرفي کوي، د ۲۰۰ وسله‎والو طالبانو سره د سلما بند په شاوخوا کې ځای نیولی دی.

د دغه شورا یوه غړي سید عظیم کبرزاني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه مسئله ډېره د اندېښنې وړ او د خطر یو زنګ دی.

ښاغلي کبرزاني زیاته کړه:

"بد‎بختانه د ملاعبدالرحمان په نامه یو کس دلته راغلی او خپل ځان‌یې په جنوب لوېدیځه حوزه کې د وسله‎والو طالبانو د کمېسیون رئیس معرفي کړی، خو خلک له دوی سره نه‎دي چې دا د قوت ټکی دی، خو په هر حال دا باید د خطر زنګ وګڼو، داسې ویل کېږي چې له ده سره ۲۰۰ تنه هم راغلي دي."

سلما بند
سلما بند

د یو شمېر راپورونو له مخې دا چې د سلما بند په ډېر ځنډ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو لامل‌یې د امنیت مسئله وه او تر څنګ‌یې یو شمېر وسله‎وال مخالفین هم په دغې پروژه کې د کار کولو خنډ ګرځېدل.

د دغه بند تر ګټې اخېستلو مخکې هم پر دغه بند ډېر ځله د وسله‎والو مخالفینو د تحرکاتو راپورونه موجود وو.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې هم هغه وخت د ۱۳۰۰ کېلو ګرامه انفجاري موادو د نیولو خبر ورکړی و چې د دغه بند د له‎منځه وړلو لپاره دغې سیمې ته وړل شوي وو.

افغان چارواکو هم په واره-وار سره ویلي وو چې یو شمېر ګاونډي هېوادونه د دغه بند د جوړولو مخه نیسي.

د سلما بند د محافظت کنډک قوماندان منصور خالد هم دا تائیدوي چې وسله‎والې ډلې د سلما بند په لیرو پرتو سیمو کې موجودې دي او کله-کله د بند لوېدیځ پلو ته پر امنیتي پوستو حملې کوي.

ښاغلي خالد زیاته کړه:

"یو شمېر د دولت مخالف بانډونه د درې تخت په سیمه کې چې د بند په ۴۰ کېلو مترۍ کې پرته ده سره یوځای شوي، مشخصاً په هغو سیمو کې چې د سلما بند پوستې ورته نېږدې دي حملې نه‌شته، یوازې د دغه بند په لوېدیځ کې پر یوې پوستې چې په لومړي کمربند کې پرته ده وخت ناوخت حملې کېږي."

په ورته وخت کې د سلما بند د ساتنې کنډک ډاډ ورکوي چې د دغه بند امنیت به په بشپړ ډول ټينګ کړي.

بل‎خوا هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سلما بند پر شاوخوا د وسله‎والو طالبانو تحرکات نه‌ردوي او نه‌یې تائیدوي او وايي چې په سلما بند کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه موجود دي او د هر ګواښ مخه به ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

د کورنیو چارو ویاند صدیق صدیقي وايي:

"افغان امنیتي ځواکونو د سلما بند د امنیت ټینګولو په برخه کې خپلې هلې ځلې تر سره کړي او په دغې سیمه کې چې هر ډول ګواښ موجود وي د افغان امنیتي ځواکونو دنده ده چې هغه له‎منځه یوسي."

له دې سره افغان کارپوهان وایي، تر هغه وروسته چې د افغانستان او هندوستان دوستانه اړیکې تر پخوا لا ډېر ټینګې شوي پاکستان او ایران دواړه کوښښ کوي چې د سلما بند په وړاندې خنډونه جوړ کړي.

افغان کارپوه بشیر بېژند وایي چې افغان حکومت باید د زېربناو ساتنې ته جدي پام وکړي او نور سرتېرې هم د سلما بند د امنیت د ټینګښت لپاره په دندو وګماري.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG