ژورنالیست او د سیاسي مسائلو تحلیلګر سمیع یوسفزی په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو له خبرو د طالبانو انکار د دې ډلې د داخلي ستونزو له کبله بولي.
ښاغلی یوسفزی چې په ګارډین ورځپاڼه کې یې د افغانستان د حکومت او طالبانو پټې خبرې افشا کړې، وايي چې د راپور سرچینې یې کره دي او ټاکل شوې ده چې په لنډ وخت کې د دغو خبرو بل پړاو د سیمې په یوه مهم هېواد کې وشي.
له ښاغلي یوسفزي څخه عصمت څاروان د مرکې په پیل کې وپوښتل چې د دوی د راپور سرچینې څومره دقیقې وې؟