د لاسرسي لېنکونه

د چک جمهوریت پولیسو نن په پلازمېنه پراګ کې یو روس وګړی د یوې امریکایۍ وېب‌پاڼې د هک کولو په تور ونیوه.

د پراګ د پولیسو یوه ویاند ویلي چې تورن په یوه هوټل کې نیول شوی دی.

د تورن هویت نه‌دی ښودل شوی.

دا عملیات د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې «FBI» په مرسته ترسره شوي.

د چک پولیس وايي چې نړیوال پولیس یا انټرپول د یاد شوي تورن د نیولو حکم ورکړی و.

امریکا ته د تورن د سپارلو پرېکړه به د چک قضا کوي.

متحده ایالاتو پر روسیې تور لګولی دی چې د نومبر د اتمې نېټې د انتخاباتو په درشل کې یې د ډموکراټ ګوند پر انتخاباتي کمپاین انټرنټي حملې کړې دي.

XS
SM
MD
LG