د لاسرسي لېنکونه

د بریتانیا ووډافون کمپنۍ د ایران د انټرنټ له شرکت سره د شراکت اعلان کړی.

ووډافون وروستۍ لوېدیځه کمپنۍ ده چې پر ایران د بندیزونو له نرمېدو وروسته په دې هېواد کې پانګونه کوي.

ووډافون پرون وویل چې د شوې موافقې له مخې د ایران د انټرنټ شرکت‌ «های وېب» به دې بریتانوۍ کمپنۍ ته د ثابت او موبایل خدماتو مشتریان برابروي.

همداراز ووډافون به چې په نړۍ کې د موبایل ټیلیفون د خدماتو دوهم لوی شرکت دی له «های ویب» ایراني شرکت سره د مارکېټنګ، د خدماتو د عرضې او خرڅلاو په چارو کې مرسته کوي.

د اټمي موافقې په نتیجه کې پر ایران د بندیزونو له نرمېدو وروسته د اروپا د موبایل ټیلیفون د خدماتو کمپنیو په ایران کې چې اتیا میلیونه وګړي لري پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

XS
SM
MD
LG