د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

ولسمشر غني: د هېواد د کرنې وضعیت د منلو وړ نه‌دی


ولسمشر اشرف غني وایي، له موجوده لاسته راوړنو سره سره لا هم په هېواد کې د کرنې وضعیت د منلو وړ نه‌دی.

په داسې حال کې چې د کرنې وزارت په دغه سکټور کې د لاسته راوړنو خبره کوي، خو ولسمشر اشرف غني وایي چې په دې برخه کې باید لا ډېر کارونه وشي.

ولسمشر اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د کابل د اولسم کرنیز نندارتون په پرانیست غونډه کې دغه ټکي ته په اشارې سره وویل چې اوس هم څه باندې یو میلیون ټنه غنم له بهره واردېږي.

ولسمشر: اوس هم څه باندې یو میلیون ټنه غنم له بهره واردېږي.
ولسمشر: اوس هم څه باندې یو میلیون ټنه غنم له بهره واردېږي.

ولسمشر د کرنې په سکټور کې شته ستونزو ته داسې اشاره وکړه:

"نن له ټولو پرمختګونو سره سره چې د کرنې وزارت کړي، د کرنې وضعیت د افغانستان د خلکو او زما لپاره په هېڅ صورت د منلو وړ نه‌دی، ځکه هغه ځمکه چې نن کرل کېږي، د داود خان د وخت دوه پر درېیمه برخه جوړوي."

خو نوموړي د کرنې په وده کې د منظم ټرانسپورټي سیسټم موجودیت مهم وباله او ویې‌ویل چې ډېر ژر به د کرنیزو محصولاتو د صادرولو په هدف هوایې کورېډور «د لېږد رالېږد هوايي دهلیز» رامنځته شي.

ولسمشر غني د کرنې د پرمختګ په برخه کې اوبه او برېښنا مهم فکټورونه یاد کړل او په وینا یې دې هدف ته د رسېدو لپاره دولت د لږ تر لږه ۲۹ بندونو په جوړولو بوخت دی.

د کابل اولسم نړیوال کرنیز نندارتون د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د درېیو ورځو لپاره د کابل د بادام باغ په سیمه کې پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې د کلیوالو ښځو کرنیز محصولات او لاسي صنایع پلورل کېږي.

سخي‌زاده: ښځینه کروندګرو ته باید اسانتیاوې رامنځته شي.
سخي‌زاده: ښځینه کروندګرو ته باید اسانتیاوې رامنځته شي.

طاهره سخي‌زاده چې یوه بزګره ده، له حکومته غواړي څو د کرنې په برخه کې دوی ته لازمې اسانتیاوي رامنځ ته شي.

نوموړې زیاته کړه:

"موږ د کرنې په برخه کې د کلیوالو ښځو د ونډې د پیاوړتیا لپاره د ملي وحدت حکومت د جمهوري ریاست د مقام زیاته پاملرنه غواړو."

ولسمشر اشرف غني د کورنیو او بیا د هېواد په اقتصادي وده کې د بزګرو ښځو ونډه مهمه و بلله او ژمنه‌یې وکړه چې پر دوی به پانګونه وشي.

په همدې حال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر اسد الله ضمیر وایي، دغه وزارت توانېدلی د تېرو کلونو په پرتله ښې لاسته راوړنې ولري.

اسدالله ضمیر
اسدالله ضمیر

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان زراعت سږ کال له لاسته راوړنو ډک کال درلود، موږ سږ کال کرنیز پراختیایي پروګرامونه هغو ولایتونو او ولسوالیو ته یووړل چې له دې مخکې ورته پاملرنه نه‌کېده."

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې اقتصادي ضعف، وچکالي او تر څنګ‌یې نا امنۍ د کرنې د سکټور پر وړاندې له اساسي خنډونه دي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم وایي چې نهه څلوېښت تر شپېتو سلنې افغانان غذایي مصونیت نه‌لري او په وینا یې پنځلس سلنه خلک هره شپه له لوږې سره بیدېږي.

راپور: محمد قسیم سوله‌مل

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG