د لاسرسي لېنکونه

په اوکراین کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د مأموریت مرستیال الکساندر هاګ وايي، د دوی پر څارونکو ۷۰ فیصده بندیزونه په هغو سیمو کې لګېدلي چې د حکومت له کنټروله وتلي دي.

هاګ پرون سې شنبه ازادي راډیو سره مرکه کې څرګنده کړه چې څارونکي يې هر ځای درول کېږي او پر الوتکو یې ډزې کېږې او له‎ دې امله د دوی کار ته خنډ پېښ شوی دی.

الکساندر هاګ زیاته کړه:

"د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ځانګړی مأموریت د اوازو پر اساس یوه لوري ته اشاره نه‎کوي، موږ په دقت هغه لور ته چې ډز راباندې کوي اشاره کوو. که زموږ رپوټ وګورئ، درته څرګنده به شي چې د ډزو فلمونه اخیستل شوي او له ختیځه د لوېدیځ په لور ډزې شوي او بیا د لوېدیځ له لوري ځواب ورکړل شوی دی."

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان لږ تر لږه ۷۰۰ څارونکي د ۲۰۱۴ میلادي کال د مارچ له میاشتې راهیسې په اوکراین کې د امنیتي وضعیت څارنه کوي.

XS
SM
MD
LG