د لاسرسي لېنکونه

محمد ګلاب منګل د ننګرهار ولایت لپاره نوی والي وټاکل شو.

د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوګیاڼي پرون سې شنبه ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې ښاغلی منګل د دې ولایت قومي جوړښت ته په پام، د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې والي ټاکل شوی دی.

عطاالله خوګیاڼی وايي:

"ګلاب منګل له قومونو سره اړیکې لري او ننګرهار کې بېلابېل قومونه مېشت دي. موږ خوشبین یو چې هغه به د ننګرهار د ولسونو په مرسته، په‎ دې ولایت کې ناامنیو ته د پای ټکی کېږدي."

د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې کمزوری امنیت، هلته د اسلامي دولت په نوم د وسله‌والې ډلې یا داعش فعالیت او له پاکستان څخه د کډوالو د ستنېدو بهیر به هغه ستونزمنې مسئلې وي چې نوی والي به ورسره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG