د لاسرسي لېنکونه

د اوکراین ولسمشر پیترو پروشینکو وايي، د برلین څلور اړخیزې سرمشریزې ته ډېر هیله من نه دی.

په پام کې ده چې د جرمني، فرانسې، روسیې او اوکراین مشران د اکتوبر په نولسمه نېټه په برلین کې په خپله غونډه کې د اوکراین په ختیځ کې د جګړو د ختمولو په اړه بحث وکړي.

ولسمشر پوروشینکو نن د ناروې په پلازمینه اوسلو کې وویل، زه د اوکراین راتلونکې ته خورا زیات هیله من یم خو له بده مرغه د سبا ورځې غونډې ته ډیر امید نلرم.

د مېرمن میرکل ویاند «ستیفن ځایبرت» پرون وویل چې په سر مشریزه کې به همداراز په اوکراین کې د بحران د ختمولو لپاره د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث وشي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن وویل چې د یوې مشخصې موافقې په اړه خبرې کول تراوسه له وخته مخکې دي.

XS
SM
MD
LG