د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

بتاش: راتلونکو ۳ کلونو کې به ټرانسپورټ کې ټوله‌ییز بدلون رامنځته شي


د افغانستان د ترانسپورټ وزارت وايي، د یو ترتیب شوي درې کلن پروګرام په پلي کېدو سره به تر راتلونکو درېیو کلونو پورې په هېواد کې د ځمکني ټرانسپورټ لومړنۍ ستونزې حل کړي.

اداري اصلاحات، د کارکوونکو مسلکيتوب، د بنسټیزو پروژ تطبیق او پياوړو کدرونو ځای پر ځای کول، د ترانسپورټ وزارت هغه درې کلن پروګرام دی چې په پلي کېدو سره به‌یې د افغانستان د ټرانسپورټ او ټرانزیټ په وضعیت کې ښه‌والی راشي.

د ټرانسپورټ وزیر محمدالله بتاش د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ټرانسپورټ ملي ورځې په لمانځ‌غونډه کې که څه هم د ټرانسپورټ په برخه کې ستونزې او خنډونه تائید کړل، خو ډاډ یې ورکړ چې یادې ستونزې به ډېر ژر هوارې شي.

محمد الله بتاش
محمد الله بتاش

هغه زیاته کړه:

"په افغانستان کې د پایدار ترانسپورټ د لس کلنې ستراتېژۍ له مخې، د راتلونکو درېیو کلونو لپاره پلان چمتو شوی او خلکو ته ډاډ ورکوو چې په راتلونکو درې کلونو کې به په دې برخه کې یو ټوله‌ییز بدلون رامنځته شي."

ښاغلی بتاش وايي چې په لومړي پړاو کې د ترانسپورټي ستونزو حل ته اړتیا ده، څو بنسټونه جوړ شي او مدیریتي ګډوډۍ له‌منځه ولاړې شي.

په ورته وخت کې په غونډه کې یو شمېر ګډنوالو د بتاش دا څرګندونې غیر عملي و وبللې او ټینګار یې وکړ چې د ټرانسپورټ وضعیت بدلون خبرو ته نه بلکې عمل ته اړتیا لري.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال قربان حقجو د ټرانسپورټ اړوند ادارو پر نه‌هغمږي انتقاد سره وايي، که په تېرو پنځلسو کلونو کې په دې برخه کې ګډ کار شوی وی نو اوس به د ټرانسپورټ په وضعیت کې ښه‌والی راغلی وی.

محمد قربان حقجو
محمد قربان حقجو

د ښاغلي حقجو په وینا ټرانسپورټ، ټرانزیټ او سوداګري له یو بل سره اړیکې لري، یوازې بنسټونه، قوانین، د منظمو پالېسیو جوړول، ټرانسپورټي او ټرانیزیټي مدیریت کولای شي چې دا ټولې ستونزې هوارې کړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ټرانسپورټي شرکتونو مسؤلین په هېواد کې د ټرانسپورټ په برخه کې له ګڼو ستونزو سر ټکوي او وايي که دا ستونزې هوارې نه‌شي نو خپل فعالیتونه به ودروي.

د ختیځو ولایتونو د ټرانسپورټي شرکتونو د ټولنې مسؤل طلا محمد او د پنجشیر خاواک ټرانسپورټي شرکت رئیس نذیر احمد خلیل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په لویو لارو کې له موټروانانو غیر قانوني پیسې اخیستل کېږي، کله چې له مسؤلینو سره په تماس کې کېږو، نو په ځواب کې راته وايي چې تر اشرف غني پورې مو لاسونه ازاد، یا موټر ودروئ او یا هم پیسې راکړئ."

"ترانسپورټي ستونزې زیاتې دي، دولت سربېره پر دې چې له دې شرکتونو پیسې اخلي، خو یاد سکټور ته‌یې لازم خدمتونه نه‌دي برابر کړي."

که څه هم د ټرانسپورټ وزارت دا ستونزې مني، خو ټینګار کوي چې تر راتلونکو درېیو کلونو به ۱۳۰ ترمینلونه، معیاري ورکشاپونه او د وسایطو د بیمې سیستم جوړوي، د بې‌کیفیته تېلو او پرزو له راوړلو څخه به مخنیوی کوي او د لارو په جوړېدو سره به تر یو بریده د موتر چلونکو ستونزې راکمې کړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG