د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونو مسؤلینو کابل کې د کورنیو تولیداتو اړوند ادارو سره د مشورتي ناستې په ترڅ کې له افغان حکومته د کورنیو تولیداتو د پرمختګ لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
په دغه مشورتي ناسته کې د ملي شورا غړو، لوړپوړو دولتي چارواکو، د مدني ټولنو غړو او د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی وو.
دوی د کورنیو تولیداتو په تړاو په بېلابېلو مسائلو خبرې وکړې او د افغان پانګهوالو څخهيې د خپل ملاتړ ترڅنګ د هېوادوالو څخه د کورنیو تولیداتو د کارونې غوښتنه وکړه.
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې عامل رئیس عتیقالله نصرت وویل چې خصوصي سکتور باید ستونزې له حکومت سره شریکې کړي څو د هواري په هدفیې لازم اقدامات وشي.
ښاغلي نصرت زیاته کړه:
"پرېکړه مو کړې ده چې د ولایتونو تشبثاتي اجنډاوې طرح او تدوین کړو څو تر ډېره پر ولایتي ستونزو او تولید کار وکړو او هغه ستونزې باید پیدا شي چې مشکلیې جوړ کړی ستونزې او مشکلات باید پیدا شي څو موږ له حکومت سره پرې وغږېږو."
ښاغلي نصرت وویل چې د افغان سوداګرو ستونزو ته د هواري په هدف به یوه طرحه جوړه او ولسمشر ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د کورنیو تولیداتو د پرمختګ په خاطر سپارښتنه کړې وه چې په هېواد کې دننه باید د کورنیو تولیداتو څخه کار واخیستل شي.
افغانستان نن سبا په زیاتو برخو کې تولیدات لري خو لیدل کېږي چې په هېواد کې دننه د یادو تولیداتو پر ځای له بهرنیو تولیداتو څخه ډېره استفاده کېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد وزارت د صنایعو معین عبدالباري رحمان غونډې ته وویل چې موږ باید د ستونزو حللارې پیدا او عمل پرې وکړو.
ښاغلي رحمان زیاته کړه:
"باید حمایوي پالېسي هم ولرو، ځکه که حمایوي پالېسي ونهلرو د نورې نړۍ ټکنالوژي دومره مخته تللې ده چې په هر وخت کې دغه تولیدات په ارزانه بیه تولیدوي او یا د مملکت اقتصاد اجازه ورکړي چې هغه سبسایډي کړي افغانستان تهیې راواستوي او د افغانستان ضعیفالبنیاده صنایعو ته ضرر وارد کړي."
د ښاغلي رحمن په خبره اوسمهال د افغانستان تجارت ۹۵ فیصده وارداتي دی چې یوازې کورني تولیدات کولای شي د افغانستان تجارت له وارداتي حالته صادراتي ته راواړوي.
راپور: سباوون کاکړ