د لاسرسي لېنکونه

اسټرالیا د سې شنبې په ورځ د بخښني نړيوال سازمان هغه ادعاوې رد کړې چې وايي په جنوبي پاسيفيک ټاپو کې د استراليا له‌خوا څلور سوه پناه غوښتونکي شکنجې ته په ورته حالت کې ساتل کېږي.

د اسټرالیا د پناه غوښتنې د سخت قانون له مخې، پناه غوښتونکي چې غواړي دغه هېواد ته د بېړيو له لارې ننوځي، په لارو کې نیول کېږي او په «ناورو» کې يا د «پاپوا نيوګېني» ټاپوګانو، «پاپوا» کې کمپونو ته لېږل کېږي چې تر یوې پروسې تېرېږي، خو په اسټرالیا کې د بېرته مېشت کېدو اجازه نه‌لري.

دا خبرې د بخښنې نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په «ناورو» کې ګڼ شمېر پناه غوښتونکي دوامداره په زندان غوندې ځای کې د ساتل کېدو له کبله ځانوژنې ته اړ کيږي.

د اسټراليا صدراعظم مالکوم ترنبول د اسټراليا "براډکاسټينګ کارپ" راډيو ته ويلي چې دا ادعاوې په بشپړه توګه ردوي ځکه دا خبرې ناسمې دي.

د اسټرالیا صدر اعظم

د اسټرالیا صدر اعظم

ده ویلي چې د اسټرالیا حکومت ژمنه د خواخوږۍ پر بنسټ ده.

د بخښني نړیوال سازمان په خپل راپور کې ويلي چې په "ناورو" کې له دفتره او په ساحه کې د دوی څېړنې ښيي چې په دغو کمپونو کې په سیسټماتيکه توګه د خلکو حقونه له پامه غورځول شوي او له هغوی سره ظالمانه چلند کېږي.

د راپور له مخې په «ناورو» کې د قصدي پروسس له لارې خلک ځورول کېږي.

د «ناورو» حکومت د بخښني نړیوال سازمان راپور ته مستقيم عکس‌العمل نه‌دی ښودلی، خو د «اې. بي. سي» ټلوېزیون پر هغه راپور يې انتقاد کړی دی چې دې ته ورته ادعاوې يې د ماشومانو له خولو راخيستي وې.

په ناورو کې ډېری پناه غوښتونکي له ايران او افغانستانه ورغلي دي.

د ناورو حکومت په یوه اعلاميه کې ويلي چې د «اې. بي. سي» راپور د سیاسي اجنډا له مخې جوړ شوی او ماشومانو ته ويل شوي چې داسي خبرې وکړي.

د بخښنې نړيوال سازمان په خپل راپور کې ویلي چې په دغه ټاپو کې شاوخوا شپېتو کسانو یا د ۴۱۰ کسانو پنځلس سلنې ويلي چې د ځانوژنې هڅه‌‌یې کړې ده.

راپور وايي، د پناه غوښتونکو په توګه له ثبتېدو وروسته هم دا خلک په خرابو حالاتو کې په کمپ کې ساتل کېږي او ماشومان هم له داسې حالاتو اغېزمن شوي دي.

راپور زیاتوي تر نهو کلونو عمر لرونکو ماشومانو سره‌يې خبرې کړي چې د ځان وژلو هڅې يې کړي دي او يا یې په ښکاره د ځان وژلو خبرې کولې.

د بخښني نړيوال سازمان راپور چې د «نهيلۍ ټاپو» په نوم دی، د اسټراليا د پناه غوښتنې پر پالېسۍ د انتقاد کوونکو ادارو په قطار کې شامل شوی دی.

د سې شنبې په ورځ، ملګرو ملتونو په اسټراليا کې د بشري حقونو په اړه نوي انتقادونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG