د لاسرسي لېنکونه

د هرات ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د کلیوالي صنایعو د تولیداتو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې په څه باندې ۵۰ غرفو کې په کلیو کې د تولید شویو خوراکي توکو او لاسي صنایعو بېلګې نندارې ته وړاندې شوې دي.

په دغه کلیوالي نندارتون کې زغفران، کرنیز محصولات، جامې، غالۍ او نور کلیوالي توکي نندارې ته ایښودل شوي دي.

د چارو کارپوهان په دې نظر دي چې د ورته نندارتونونو جوړېدل په هېواد کې دننه د افغان لاسي صنایعو د بازار موندنې لپاره ښه فرصتونه برابرولای شي.

XS
SM
MD
LG