د لاسرسي لېنکونه

د بغلان پولیسو هغه کس نیولی چې د وارداتي برېښنا د پایو په نړولو کې یې لاس درلود.

د بغلان امنیه قوماندان نور حبیب ګلبهاري نن خبریالانو ته وویل چې نیول شوي کس غوښتل یو وار بیا په دغه ولایت کې د برېښنا یوه پایه ونړوي.

ښاغلی ګلبهاري وایي، نیول شوی کس له دوو نورو ملګرو سره‌یې د چاودېدونکو توکو د لېږدولو پر مهال نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په بغلان ولایت کې کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته له تاجکستان څخه د وارداتي برېښنا پایې تخریب شوې چې خلک‌یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړل.

XS
SM
MD
LG