د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

ټرمپ: که اننخابات وګټم له پوتین سره په کتنه غور کوم


د امریکا د ولسمشرۍ لپاره جمهوري غوښتونکی کاندید ډونالډ ټرمپ وایي، که انتخابات وګټي، په جنوري کې د ولسمشر په توګه د لوړې له پر ځای کولو مخکې به د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په کتنه غور وکړي.

د ټرمپ دغه څرګندونې چې پرون‌یې یوې راډیو ته کړي، د روسیې له ولسمشر سره چې حکومت‌یې د امریکا په انتخاباتو کې په مداخلې تورن دی، د هغه تړاو ته پاملرنه زیاتوي.

ټرمپ مخکې ویلي و چې دی پوتین ستایي او د واشنګټن او مسکو په اړیکو کې په رامنځته شوي خطرناک کړکېچ خواشینی دی.

ټرمپ وویل، ستونزه دا ده چې پوتین اوباما ته هېڅ درناوی نه‌لري او دغې مسئلې په حقیقت کې دلته یو ناوړه حالت رامنځته کړی دی.

ټرمپ زیاته کړه، که دی د نومبر د اتمې نېټې انتخابات وګټي، د ولسمشر په توګه د دندې له پیلېدو مخکې ښایي له پوتین سره وګوري او له روسیې سره غونډه وکړي.

ټرمپ پرته له دې چې شواهد وښیي ټینګار وکړ چې د امریکا د انتخاباتو د سیسټم شفافیت له سخت ګواښ سره مخامخ دی. هغه خبرداری ورکړ چې د متخصیصونو له ډاډ سره سره ښایي د رأیې په مرکزونو کې درغلي وشي.

په عین حال کې د هغه رقیبې ډموکرات کاندیدې هېلري کلېنټن خپل انتخاباتي کمپاین ته شدت ورکړی.

XS
SM
MD
LG