د لاسرسي لېنکونه

د امریکا یوه خصوصي شرکت نړیوالې فضایي اډې ته یو توغندی وتوغاوه.

دغه توغندی چې دغې اډې ته خوراکي مواد او وسایل له ځان سره لېږدوي، دوه کاله وروسته له هغې توغول کېږي چې یوې چاودنې د دغه شرکت د توغندیو توغولو دستګاه ویجاړه کړه.

دغه توغندی له معمول خلاف د ویرجینیا ایالت له یوې ساحلي سیمې توغول شوی دی.

ناسا تر اوسه د توغندیو او فضایي بېړیو د توغولو لپاره د فلوریدا له تأسیساتو کار اخیسته.

د «ATK» انترس توغندی به چې ماشین‌یې روسی دی، پنځه زره پونډه مواد په شپږو ورځو کې دغې فضایي اډې ته ولېږدوي. په دې وخت کې نوي فضانوردان دې اډې ته رسېږي.

د امریکا فضایي ادارې ناسا هڅې زیاتې کړي چې خصوصي کمپنۍ دغې اډې ته مواد ولېږدوي او یو شمېر کمپنیو هم د تورېستانو د لېږدولو لپاره د فضایي بېړیو جوړول پیل کړي دي.

وروسته له هغې چې په ۲۰۱۱ کې د امریکا شټل فضایي بېړۍ ودرول شوه، دغې نړیوالې فضایي اډې ته د امریکایي او روسي فضانوردانو د لېږد رالېږد چارې یوازې د روسیې روسکوزموس فضایي اداره سرته رسوي.

XS
SM
MD
LG