د کابل ښار د تایمني پروژې په سیمه کې نن سهار د یوه مقناطیسي ماین د چاودنې په نتیجه کې یو ملکي کس ټپي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې ماین په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوی و.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه:
"مقناطیسي ماین و چې د څلورمې حوزې مربوط د تایمني په سیمه کې چاودلی. په یوه کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوی و چې په خواشینۍ سره یو ملکي کس ټپي دی."
تر اوسه د چاودنې هدف نهدی معلوم شوی.
پخواني معلومات:
د افغانستان امنيتي چارواکي وايي د کابل په تایمنیو کې چاودنه شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د تایمنیو په پنځم سړک کې په یوه کرولا ډوله موټر کې د ځای پر ځای شوي مقناطیسي بم له امله چاودنه شوې چې یو ملکي وګړی یې ټپي کړی.
د دې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه نور جزئیات وروسته.
لا تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا په غاړه نهدی اخیستی.