د لاسرسي لېنکونه

ايران کې محافظه‌کارانو د دوشنبې په ورځ يوه وېډيو خپره کړې ده چې په‎کې د لومړي ځل لپاره ايراني‌الاصله امریکايي تجار ښکاري چې يو کال مخکې نيول شوی وو.

دا وېډيو چې یوه دقيقه ده، سيامک نمازي ښکاروي او پر وېډيو باندې یې ډراماټیکه موسيقي هم ثبت شوې ده.

اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس دا وېډيو د ايران او امریکا د وروستیو ترينګلو اړیکو روښانه کوونکې بللې ده.

دا وېډيو په داسې حال کې خپره شوې ده چې د ايران د امنيتي ځواکونو په لیکو کې محافظه‌کاران دوه تابعيت لرونکي په نښه کوي او د منځ دريځي ولسمشر حسن روحاني د ادارې په منځګړيتوب لاسلیک شوې اټمي موافقې وروسته هر هغه څوک په نښه کېږي چې له لوېديځ سره اړیکې لري.

په دغې وېډيو کې پر امریکايي الوتکو سربېره یوه ایرانۍ بې‌پيلوټه الوتکه هم ښکاري او همداراز هغه امريکايي ماڼوګان ښکاري چې په ايران کې د لنډې مودې لپاره په جنورۍ مياشت کې نیول شوي وو.

په دغې وېډيو کې د نمازي امريکايي پاسپورټ، د متحده عرب اماراتو پېژندپاڼه‌يې او په یوه کنفرانس خونه کې د هغه عکسونه ښکاروي چې لاسونه‌یې په هوا کې پورته کړي دي.

د وېډيو په پای کې د کلفورنيا ایالت د استازي ايډ رویس عکسونه ښکاري چې د بهرنیو چارو کمېټې مشري کوي.

وېډيو د رویس له يوه بيان يادونه کوي چې په‎کې ويل شوي نمازي توقیف د امریکا ته سپکاوی دی.

اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس وايي چې رايس په دې اړه تر اوسه څه نهدي ويلي.

د اسوشټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دا څرګنده نه‌ده چې ولې محافظه‌کارانو دا وېډیو خپره کړه.

دا وېډيو د دوشنبې په ورځ د ايران د دولتي ميزان قضايي خبري اژانس نه خپره شوې ده.

خو دا په داسې حال کې خپره شوې چې نمازي چې مخکې يې د ايران او امریکا تر منځ د ښو اړیکو ملاتړ کاوه، په ايران کې له یوه کاله راهيسي بندي دی.

نمازي د باقر نمازي زوی دی

نمازي د باقر نمازي زوی دی

نمازي د باقر نمازي زوی دی چې د يونيسف پخوانی استازی وو او د شاه د دوران پر مهال د ايران د تېلو بډايه خوزستان ايالت والي هم وو.

د ده پلار وروسته له هغه په ايران کې توقيف شو چې د زوی د نيول کېدو له خبر وروسته دغه هېواد ته ولاړ.

دوی دواړه د هغې موافقې له مخې راخوشې نه‌شوو چې په جنورۍ مياشت کې د واشنګټن پوسټ خبريال جېسن رضايان او درې نور ايراني‌الاصله امریکايان راخوشې شول.

د دوی په بدل کې اووه ايرانيان وبخښل شول.

د همدې موافقې له مخې امریکا ايران ته څلور سوه میلیونه ډالر ورکړل.

څېړونکي وايي، ايران بیا غواړي د نمازي پر سر له لوېديځ سره يوه بله موافقه وکړي.

په سپټمبر مياشت کې ايران يو ايراني‌الاصله کاناډايي د پوهنتون استاد راخوشې کړ.

XS
SM
MD
LG