د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ولسي جرګې یو پلاوي د اسلامي کنفرانس سازمان په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی دی.

انقره کې د افغانستان سفیر امان‌الله جیحون پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د پلاوي مشري د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي کوي.

امان‌الله جیحون زیاته کړه:

"دا د اسلامي هېوادونو کنفرانس دی چې د پارلماني چارو په اړه خبرې په‎کې کېږي. ۱۳ هېوادونه وربلل شوي او په ځانګړو کمېټو کې به پر ځیني قوانینو خبرې وشي. ترکیه د اسلامي هېوادونو د کنفرانس مشري کوي، نو له‎دې امله غونډه دلته جوړېږي."

د ښاغلي جیحون په وینا، د ولسي جرګې رئیس او ورسره پلاوي به د ترکیې له ولسمشر، صدراعظم او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG