د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

حنیف: هندوستان اوس د پاکستان غوندې کېدو په حال کې دى


تېره مياشت کشمیر کې پر هندي سرتېرو تر حملې وروسته د پاکستان او هندوستان اړیکې يو ځل بیا کړکېچنې شوې.

هندوستان ادعا کړې چې دا حمله په پاکستان کې مېشتو ترورېستانو کړې ده او په عکس‌العمل کې يې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې عملیات وکړل.

پاکستان وويل چې په دغه ځای کې عملیات نه‌دي شوي او دا خبره دروغ ده.

د پاکستاني چارواکو په وينا د پاکستان او هندوستان تر منځ پر سرحد یوازي د ډزو تبادله شوې ده.

په همدې حال کې د پاکستان او هندوستان پر ټلوېزيونونو د جګړې د پيل حالت وښودل شو.

يوه پاکستاني خبريال محمد حنيف په نيويارک ټایمز ورځپاڼه کې مقاله خپره کړې ده او لیکلي يې دي چې د پاکستان او هندوستان تر منځ د سوله‌يیزو اړيکو ملاتړو پاکستانيانو په هندوستان کې پر مذهبي او کلتوري توپيرونو رشک کاوه.

دی وايي چې هندوستان داسې پوځ لري چې خپل جمهوري حکومت ته ځواب وايي.

د نیويارک ټايمز دا مقاله ليکي چې دغه ياد کسان اوس هندوستان ته فکري ښکاري ځکه په دغه هېواد کې هم ډېری کسان اوس داسې ښکاري لکه په پاکستان کې او دوی يوازې د جګړې او تشدد غوښتنه کوي.

محمد حنيف په دغې مقاله کې ليکي چې هندوستان اوس د پاکستان غوندې کېدو په حال کې دی.

دی وايي چې په پاکستان کې خلک د شيعه مذهب له کبله وژل کېږي، خو اوس په هندوستان کې هم خلک له دې کبله وژل کېږي چې هغوی د غوايي غوښې وخوري.

لیکوال د روانې مياشتې هغې پېښې ته اشاره کړې چې د هندوستان په «هماچل پردېش» ايالت کې رامنځته شوه او يوه مسلمان د هندو فعالانو له‌خوا د حلالولو په مقصد د غواوو د قاچاق په تور ووژل شو.

غواوې په هندو مذهب کې مقدسې ګڼل کېږي، تر دې مخکې په ډېلي کې پر يوې مسلمانې کورنۍ د غوايي د غوښې خوړلو د تور په نتيجه کې حمله وشوه او يو کس‌يې ووژل شو.

المېدا
المېدا

په ورته وخت کې په پاکستان کې د «سيرل المېدا» په نوم د ډان ورځپاڼې خبريال هغه وخت له تهديدونو سره مخامخ شو چې د پاکستان د حکومت په اړه‌يې راپور ورکړ چې پوځ ته‌يې ويلي، که د جهادي ډلو مخه ونه‌نيسي، پاکستان به د نړيوالو له‌خوا يوازې پاتې شي.

د پاکستان صدراعظم او د پوځ مشر دواړو دا راپور رد کړ او خپل ملي امنيت ته‌يې یو خطر وباله او پر المېدا له پاکستانه پر وتلو مؤقتي بنديز ولګېده.

د ده په مقاله کې د حافظ سعيد په اړه هم يادونه شوې چې ورباندي په بمبۍ کې په حملو کې د لاس درلودو تور دی.

دی وایي، د المېدا اړونده پېښه دا په داسې حال کې ده چې حافظ سعيد په سپينه ورځ خوشې ګرځي او د هندوستان د ويجاړولو ژمنې کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې که څه هم د هندوستان او پاکستان تر منځ به نور څه نه‌کېږي ځکه دواړه هېوادونه اټمي وسلې لري، خو دا چې له تېرو شپږو لسيزو راهيسي د دغو دواړو هېوادونو تر منځ څلور جګړې شوې دي او مخکې هم د دواړو هېوادونو اوسېدونکو د يو بل پر وړاندي له غوسې ډکې څرګندونې کړي دي.

XS
SM
MD
LG