د لاسرسي لېنکونه

د پکتيا ژورناليستانو،مدني فعالانو، د ولايتي شورا وکيلانو او قومي مخورو په زابل کې د وژل شوي خبريال يعقوب شرافت وژل کېدل، د بيان ازادي په وړاندې ګزار وباله.

د پکتيا ژورناليستانو په استازولۍ داود تپان وويل چې دا لومړۍ او وروستنۍ پېښه نه ده او په افغانستان کې زورواکي غواړي له دې لارې د حقايقو مخه ونيسي.

نوموړي د ژورناليستانو د دفاع له نړيوالو ټولنو او مرکزي حکومته نه د ژورناليستانو د خونديتوب غوښتنه وکړه.

نوموړي دا هم وويل چې که مرکزي حکومت د ژورناليستانو د ژوند خونديتوب لپاره جدي اقدامات ونه کړي د ژورناليستانو راتلونکی تر دې د لا لويو ستونزو سره مخ کېدلای شي.

په دغه وربلل شوې خبري ناسته کې د پکتيا ولايتي شورا وکيلانو هم برخه اخيستې وه او ويل يې چې د ژورناليستانو وژل کېدل د بيان ازادي پرمخ دروند ګزار دی.

داپه داسې حال کې ده چې پرون ناوخته په زابل ولايت کې يو ځوان خبريال محمد يعقوب شرافت د نامعلومو کسانو له لوري و وژل شو او لا يې هم عاملين نه دي موندل شوي.

XS
SM
MD
LG