د لاسرسي لېنکونه

بنګله دېش د هغو سخت دریځو د محاکمه کولو لړې ګړندۍ کړې چې په بم چاودنو او د ناامنیو په نورو پېښو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

د بنګله دېش امنیتي چارواکي وایي، د جماعت المجاهدین د ډلې چې په دې هېواد کې یې پر فعالیت بندیز لګول شوی، د غړیو په ګډون په لسګونو سخت دریځي په اعدام محکوم شوي چې پر دوسیو یې اوس د هېواد ستره محکمه غور کوي.

بنګله دېش د دوشنبې په ورځ د هغې سخت دریځې ډلې یو جګ پوړی مشر په دار وزړاوه چې د ۲۰۰۵ میلادي کال په حمله کې په لاس لرلو مجرم پېژندل شوی و.

په دغه چاودنه کې دوه قاضیان وژل شوي و.

اعدام شوی کس د بنګله دېش د جماعت المجاهدین د ډلې لوړپوړی مشر «اسد الاسلام» چې په عارف مشهور و، حکومت په دغه چاودنه کې په لاس لرلو تورن کړی و.

د بنګله دېش حکومت دغه راز د روان کال په جولای کې په ډاکه کې پر یوه رستورانت د حملې مسؤلیت هم پردغې ډلې اچولی دی.

په دغه حمله کې له شلو زیات کسان وژل شوي و، له دغې حملې وروسته د بنګله دېش امنیتي ځواکونو د سخت دریځو د ځپلو لپاره پراخ عملیات پیل کړل چې د یوه معتدل یا سکولر اسلامي هېواد په توګه یې د بنګله دېش پر تصویر سیوری غوړولی دی.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې پولیسو د جولای له میاشتې راهیسې په هغو عملیاتو کې چې د مشکوکو سخت دریځو پرضد یې پیل کړي نږدې څلویښت سخت دریځي په ډزو وژلي دي.

په وژل شویو کسانو کې د بنګله دېش د جماعت المجاهدین ډلې نوی مشر تمیم چودري هم شامل و، نوموړی چې د کاناډا تابعیت یې درلود، په ډاکه کې پر رستورانت د حملي اصلي طراح بلل شوی و.

د بنګله دېش لوی څاروال «محبوبي علم» فرانسپرس ته وویل چې حکومت هڅه کوي چې د ټولو سخت دریځو دوسیې ژر وڅېړي.

د بنګله دېش پولیسو ویلي چې لږترلږه ۶۴ سخت دریځي په اعدام محکوم شوي چې اوس یې ستره محکمه د استیناف پرغوښتنو غور کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې په دې اړه کره شواهد نشته چې د اعدام سزا دې د تاوتریخوالي له کمولو سره مرسته کړې وي.

د دې سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مسؤلې «میناکشي ګنګولي» فرانسپرس ته وویل، کله چې یوه تروریستي حمله وشي، حکومت اکثره وختونه ترفشارل اندې غواړي وښیي چې یوڅه کوي.

د هغې په وینا ښه خبره داده چې د حملو عاملین د کره شواهدو له مخې په نښه او د محتاطانه تحقیقاتو په ترڅ کې محاکمه شي.

د بنګله دېش د جماعت المجاهدین ډله چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې تاسیس شوې په دې ۱۴۰ میلیون نفوس لرونکي هېواد کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي او دولت یې سکولر، د شریعت د جاري کېدو لپاره مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG