د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان برېښنا شرکت د پوروړو په لېست کې د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو لوړپوړو حکومتي چارواکو نومونه اخیستل شوي دي.

هغه لېست کې چې نن د افغانستان برېښنا شرکت له‌خوا د یوې خبري ناستې په پای کې د رسنیو په واک کې ورکړل شوی، د جمهور رئیس د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د پخواني ولسمشر دوهم مرستیال کریم خلیلي، د ملي شورا غړو او د یو شمېر زورواکو نومونه اخیستل شوي دي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي په دې ناسته کې وویل:

"نن د کابل هغه کسان تاسې سره شریکوو چې تاسې ټول‌یې پېژنئ او البته پېژندل شوي څېرې دي."

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې دا مهال په کابل کې د دوی پورونه له درېیو ملیاردو افغانیو څخه ډېر دي چې په وینا یې له دغو پورونو څخه یو میلیارد او شپږ میلیونه افغانۍ یې د دولتي ادارو پورې مربوط کېږي.

XS
SM
MD
LG