عبدالله وايي د سعودي سفر یې د اړیکو پیاوړتیا کې یو بل ګام دی
د افغان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، سعودي عربستان ته د خپل سفر پرمهال چې د سعودي چارواکو په رسمي بلنه کېږي په بېلابېلو برخو کې ځینې تفاهملیکونه لاسلیک کړي. ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ کابل کې د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې سعودي عربستان ته یې سفر له اسلامي نړۍ سره د اړیکو د لاپیاوړتیا برخه کې بل مهم ګام دی. وېډیو او اېډېټ: ولي سباوون