د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

عبدالله وايي د سعودي سفر یې د اړیکو پیاوړتیا کې یو بل ګام دی


د افغان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال چې د سعودي چارواکو په رسمي بلنه کېږي په بېلابېلو برخو کې به ځینې تفاهم‎لیکونه لاسلیک کړي.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ کابل کې د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې سعودي عربستان ته‌یې سفر له اسلامي نړۍ سره د اړیکو د لاپیاوړتیا برخه کې بل مهم ګام دی.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"نن سعودي عربستان ته د سعودي حکومت په بلنه سفر لرو او په دغه سفر کې له یو شمېر وزیرانو سره په بېلابېلو برخو کې تفاهم‎لیکونه هم لاسلیکوو. دغه سفر د سیمې او په خاصه توګه له اسلامي نړۍ سره د اړیکو د لاپیاوړتیا په برخه کې یو بل ګام دی."

خو د بحث وړ نورو موضوعاتو او دا چې دغه تفاهم‎لیکونه په کومه برخه کې لاسلیک کېږي اجرائیه رئیس په دې اړه جزئیات ورنه‎کړل.

دا په ‎داسې حال کې ده چې د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم تر دې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې ښاغلی عبدالله به د افغان سولې په اړه هم د سعودي عربستان له چارواکو سره خبرې وکړي.

سعودي عربستان ته د اجرائیه رئیس سفر درې ورځنی دی او د یو شمېر وزیرانو سربېره به ۲۱ افغان سوداګر هم ورسره مل وي.

په ورته وخت کې د پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه انتظار خادم وايي، که څه هم سعودي عربستان د اسلامي نړۍ د سرلاري هېواد په توګه د افغانستان په باب خپل مسؤلیت سرته نه‌دی رسولی خو دغه هېواد ته د اجرائیه رئیس سفر بې‌ګټی نه‌دی.

نوموړی وايي، دا چې افغانستان کې هره ورځ لسګونه کسان وژل کېږي سعودي عربستان باید د اخلاقي ژمنتیا له مخې د افغانستان په قضیه کې خپل مهم رول ولوبوي.

د پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه انتظار خادم
د پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه انتظار خادم

ښاغلی خادم وايي:

"طالب هم مسلمان دی او د افغانستان پوځ هم مسلمانان دي خو دواړه خواوې د مختلفو لارو اسلام تعبیر کوي مګر دوی مجبور او مکلف و چې خپل اخلاقي او انساني مسؤلیت‌یې ادا کړی وی خو اوس چې ډاکټر عبدالله سعودي عربستان ته سفر کوي د یوه رهبر په توګه سفر کوي چې زه‌یې په نېک فال نیسم."

ښاغلی خادم وايي، که څه هم سعودي عربستان په افغانستان کې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو د فعاله حضور له کبله ښايي له افغانستان سره په هغه ډول چې لازمه ده همکارۍ ته زړه ښه نه‌کړي خو افغان چارواکي باید په افغانستان کې د روانې شخړې د حل لپاره د سعودي عربستان مهم رول ته په کتو سعودي چارواکي دې ته اړ کړي چې په دې برخه کې نور چوپ پاتې نه‎شي.

عبدالله وايي د سعودي سفر یې د اړیکو پیاوړتیا کې یو بل ګام دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG