د لاسرسي لېنکونه

په لندن کې د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه د امریکا، بریتانیا او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د سوریې پر حکومت او ملاتړو یې د نویو بندیزونو مسئله مطرح شوه.

د امريکا متحده ايالات او بريتانيا وايي، دوى په محاصره شوي ښار حلب کې د بمبارۍ درولو لپاره د سوريې پر حکومت او د هغه پر متحدې، روسيې د فشار راوستلو لپاره پر نويو بنديزونو غور کوي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير بورېس جانسن او د هغه امريکايي سيال جان کري دغه خبردارى پرون په لندن کې له خپلو متحدانو سره تر خبرو اترو وروسته ورکړ.

دوى سوريه کې د وضعيت د خرابېدو په باب خبرې وکړې.

د امريکا او بريتانيا دغو چارواکو له روسيې او ايرانه چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد کليدي متحدان دي، غوښتنه وکړه چې پر نوي اوربند موافقه وکړي.

د شخړو درولو لپاره مخکنی اوربند چې د امريکا او روسيې په منځګړيتوب ورباندې موافقه شوې وه، تېره مياشت مات شو.

لندن کې تر خبرو يوه ورځ مخکې جان کري د سويس په لوزان ښار کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف او د نورو سيمه‌ييزو قدرتونو له مشرانو سره وکتل.

سويس کې ښکېل لوري ونه‌توانېدل پر داسې کوټلو اقداماتو سلا وکړي چې په سوريه کې د تاوتريخوالي د درېدو سبب کېږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن خبریالانو ته وویل چې د حلب ښار حالات له یوې ورځې نه بلې ته مخ په خرابېدو دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن

جانسن زیاته کړه:

"موږ د سوریې پر رژیم او ملاتړو یې د نورو بندیزونو تر څنګ د یو لړ زیاتو اقدماتو وړاندیزونه کړي، په دغو اقداماتو سره به د جنګي جرمونو عاملین د جرمونو نړیوالې محکمې ته راکاږل کېږي. دغه اقدامات به د دغو جنایتونو عاملین وځپي او دوی باید اوس په دې پوه شي."

جانسن له مسکوه وغوښتل چې د بشریت او د سوریې د خلکو په خاطر دې سمه لاره ونیسي او اوربند ته دې غاړه کېږدي.

هغه همداراز له متحدو ایالتونو او اروپا غوښتنه وکړه چې روسیې ته په ډاګه کړي چې په سوریه کې پوځي عملیات به دې هېواد ته ناوړه پایلې ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم تائید کړه چې واشنګټن پر سوریې د نورو بندیزونو پر لګولو غور کوي خو د روسیې نوم‌یې یاد نه‎کړ چې دا هېواد به هم د بندیزونو لپاره په نښه کېږي.

جان کري او جانسن د لندن په ګډ خبري کنفرانس کې

جان کري او جانسن د لندن په ګډ خبري کنفرانس کې

جان کري چې له جانسن سره‌یې په لندن کې په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وويل:

"موږ پر نورو بندیزونو غور کوو. دا هم غواړم روښانه کړم چې د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما په اوس وخت کې هېڅ یو انتخاب د مېز له سره نه‎دی لیرې کړی. موږ به دې ته منتظر شو چې په راتلونکو څو کمو ورځو کې زموږ خبرې څه نتیجه ورکوي."

واشنګټن د اوربند د بېرته ټینګېدو لپاره د دوه ځلي ناکامو خبرو وروسته له مسکو سره دوه اړخیزې خبرې ځنډولې دي.

د سوریې حکومت د یاغیانو تر کنټرول لاندې د حلب ښار د ختیځې برخې د بېرته نیولو لپاره درې اوونۍ وړاندې تهاجمي عملیات پیل کړل.

ملګري ملتونه وایي چې په دې ښار کې شاوخوا ۲۷۵ زره کسان اوسي او اته زره یاغیان هم د سوریې، روسیې او نورو هغو ځواکونو په وړاندې جنګېږي چې ایران‌یې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG