د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په هېواد کې د کورنيو تولیداتو د اهمیت او ودې په هدف سبا په کابل کې کنفرانس جوړوي.

د دغې خونې د رسنیو برخې مسؤل صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کنفرانس کې به په افغانستان کې د تولید او صنعت په برخه کې د شته ستونزو پر سر هم خبرې وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"د داخلي تولیداتو پر اهمیت او د تولیداتو په برخه کې د ستونزو په اړه، په مجموعي توګه په بېلابېلو ولایتونو او زونونو کې چې د صنعت یا د تولید په برخه کې څه ستونزې موجودې دي او حل لارې یې څه دي په دې اړه خبرې کوو."

ښاغلی پسرلی وایي چې دغه ډول څېړنې او لارښوونې له حکومت سره د پالېسۍ په جوړولو کې مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG