د لاسرسي لېنکونه

د هرات د اقتصاد ریاست مسؤلین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې له دېرش نه تر پنځه دېرش ټنه شات تولید شوي دي.

د هرات د اقتصاد رئیس عبدالناصر اسودي نن دوشنبې ازادي راډیو ته وویل چې په هرات کې د تېر کال په پرتله د شاتو په تولید کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نوموړی وایي چې په دغه ولایت کې تولید شوي شات نورو ولایتونو ته هم استول کېږي.

ښاغلی اسودي وایي، اړوندې ادارې باید د شاتو د معیاري پروسس په برخه کې د شاتو د تولید له کارو باریانو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG