د لاسرسي لېنکونه

هغه یاغیان چې ترکیه یې ملاتړ کوي له داعش څخه یې د سوریې یو مهم ښار ونیو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې په بریتانیا کې ده، وایي چې یاغیانو د ترکیې د جنګي الوتکو او توپخانې په مرسته هغه وخت دابق ښار ونیو چې داعش له دې ښاره خپل ځواکونه په شا کړل.

یاغیانو او د بشري حقونو د څار ډلې پرون وویل چې له داعشه یې دابق ته څېرمه د سوران په نوم کلی هم نیولی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون ناوخته وویل چې د دابق ښار په بشپړ ډول د هغو یاغیانو په لاس کې دی چې ترکیه د هغوی شاته ولاړه ده.

دا ښار د ترکیې له پولي ۱۰ کیلومتره لرې دی او د ۲۰۱۴میلادي کال له اګسټه نیولې تر پرون پورې د داعش په لاس کې و.

XS
SM
MD
LG