د لاسرسي لېنکونه

امریکا او بریتانیا په یمن کې پرته له څه شرطه د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن او یو شمېر نورو بریتانیایي چارواکو سره په لندن کې تر لیدو وروسته وویل، که د یمن مخالفې ډلې پر اوربند سلا وکړي بیا به د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ولد شیخ احمد د مسئلې پر جزئیاتو کار وکړي او په دې ډول به د خبرو اترو د مېز لور ته روان شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې ولد شیخ احمد او جانسن د عاجل اوربند غوښتنه کوي، داسې چې له دوشنبې یا سې شنبې پیل شي.

په یمن کې د ۲۰۱۵ میلادي کال له مارچ راپه دې‌خوا د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عربستان له لوري د عملیاتو له پیل راپه دې‌خوا تر لس زره ډېر ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG