د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

نابینایان: حکومت دي موږ ته د کار او زده کړې زمینه برابره کړي


د نابینایانو نړیواله ورځ د "سپینې امسا" ترنامه لاندې د یکشنبې په ورځ په کابل کې‎، د افغانستان د نابینایانو د ټولنې لخوا و لمانځل شوه.

د دې ټولنې چارواکو له حکومته وغوښتل چې د هېواد نابینایانو ته دې، د دوی د توان او پوهې سره سم، په بېلابېلو برخو کې د فعالیت زمینې برابرې کړي.

دا فغانستان د نابینانو د ټولنې مشرانو دا غوښتنې نن په کابل کې د نابینایانو د نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډه کې وکړې.

دا غونډه چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه، په کې د نابینایانو د مسلکي لیسې پر زده کوونکو او ښوونکو سربېره، په لسګونو نورو نارینه او ښځینه نابینایانو هم ګډون کړی و.

د افغانستان د نابینایانو د ټولنې رئيس شاهین وویل:

"روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی د دې لامل کېږي چې په هېواد کې د نابینایانو شمېر زیات شي، د قانون او حقوقو له پلوه چې موږ کوم ځای لرو، موږ په دغو ځایونو کې ځانونه نه دي لیدلي او پام ورته نه دی شوی."

روغتیايي خدمتونه، ښوونې او روزني او لوړو زده کړو ته لاس رسی او د نانبینایانو د پوهې او توان سره سم دوی ته د کار اوفعالیت د زمینو برابرول او داسې نورې، هغه غوښتنې دي چې د افغانستان د نابینایانو ټولنه یې له حکومت څخه لري.

نابینایان: حکومت ره سره ژمنې کړي خو عملي کړي یې نه دي.
نابینایان: حکومت ره سره ژمنې کړي خو عملي کړي یې نه دي.

د دې ټولنې د معلوماتو له مخې اوسمهال د کابل ښار د دارلامان پر واټ د نابینایانو یوه لیسه فعاله ده چې د ښار د نورو ناحیو د نابینایانو شمېرته په کتو سره، ټول ښار ته کافي نه ده.

د نابینایانو ټولنه وايي، اوسمهال په افغانستان کې د نابینایانو شمېر شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ ته رسېږي، چې هرکال دغه شمېر زیاتېږي.

د افغانستان روغتیا وزارت د دې شمېرې د زیاتېدو لامل، ناامني، ډول ډول ناروغۍ، اقتصادي ستونزې او داسې نورې ستونزې ګڼي.

ځینو نابینایانو ویل، د اساسي قانون د موادو له مخې حکومت ویلي چې د نابینایانو د پوهې او توان سره سم به دوی ته د کار او فعالیت اسانتیاوې برابرې کړي، خو دغه ژمنې تر ډېره نه دي عملي شوي.

د محمد رفیق قادر سرباز په نامه یوه نابینا ازادي راډیو ته وویل:

"غیر معیاري سړکونه، کورونه، ودانۍ او داسې نورې ستونزې دي، سربېره پر دې چې ډېر نابینایان پوهه لري زده کړې یې کړي، خو کار ورته نه پیداکېږي، په مجموع کې حکومت نابینایانو ته داسانتیاوو د برابرولو ذهنیت نه لري، ستونزې دومره ډېرې دي چې ستاسي پروګرام به یې د ټولو اورېدلو ته وخت نه لري."

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د نابینایانو د سوکالۍ په هدف نافذ شوي، قوانین د پلې کېدو په حال کې دی او د وخت په تېرېدو سره به یې په ستونزو کې کمی راشي.

د دې وزارت مرستیال واصل نورمهمند ازادي راډیو ته وویل:

واصل نور مهمند
واصل نور مهمند

"کوم قانون چې په ۱۳۸۹کې تصویب شوی ټولې دولتي ادارې پکې مکلفې شوي چې دوی ته په مختلفو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي، دوی ته لیسې جوړي شوي، که وغواړي د حرفه یي زده کړو په مرکزونو کې شامیلېدلي شي، کله کله مو ورته د ترانسپورټ زمینې برابرې کړي، دولت پلان لري د قانون په پلې کېدو سره ددوی ستونزې کمې کړي."

په غونډه کې په افغانستان کې د خوړو او روزنې د نړیوالې موسسې رئیس «سټیون کوون» په خپلو خبرو کې، پرنابینایانو ټینګار وکړ چې زده کړې وکړي، مهارتونه زده کړي او له دې لارې ځانونه پیاوړي او ځان د نورو له احتیاجه خلاص کړي.

د افغانستان د نابینایانو ټولنې د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۱ میلادي کال وروستۍ ارزونه چې د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا شوې ښيي چې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۲۸۰ میلیونه کسان د سترګو د لید له ستونزوې سره مخ دي چې ۳۹ میلیونه یې به پشپړه توګه څه نه ویني.

د سپینې امسا ورځ له ۱۹۵۰ میلادي راهیسې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د نابینایانو د نړیوالې ورځې په نامه لمانځل کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG