د لاسرسي لېنکونه

د ترکیې ملاتړو یاغیانو د سوریې «دابق» ښار چې سمبولیک اهمیت لري، د اسلامي دولت له ډلې نیولی دی.

د سوریې د بشري حقونو ډلې چې دفتر یې په بریتانیا کې دی، د یکشنبې په ورځ وویل چې یاغیانو د ترکیې د جنګي الوتکو او توپونو پرملتیا «دابق» ښاروروسته له هغې ونیوه چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش سخت دریځي له سیمې ووتل.

یاغیانو هم ویلي چې د سختو جګړو په نتیجه کې یې دابق بیرته له داعش ډلې ونیوه.

دابق چې د ترکیې د پولې په شاوخوا لس کیلومترۍ کې پروت دی د ۲۰۱۴ کال په اګست میاشت کې پرې داعش خپله ولکه ټینګه کړې وه.

په دابق کې دغه پرمختګ د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې د سوریې په شمال کې یاغي ډلې یې د ترکیې په ملاتړمخ ته وړي او هدف یې د داعش د قوي سنګرونو بیرته نیول او د کرد ملېشو د پرمختګ مخنیوی دی.

هغه ملېشې چې ترکیه یې د خپلو کرد بېلتون غوښتونکو یوه برخه بولي.

XS
SM
MD
LG