د لاسرسي لېنکونه

د نړۍ د پنځو هېوادونو د ډلې یا «بریکس» مشرانو چې اقتصاد یې د پیاوړی کېدو په حال کې دی، نن د هند په جنوب لوېدیځ «ګوا» ښارکې خپله کلنۍ سرمشریزه پرانیستله.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند «ویکاس سواروپ» په تویترپاڼه کې لیکلي چې د هند صدراعظم نریندرا مودي د برازیل، روسیې، چین او جنوبي افریقا ولسمشرانو ته په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل چې تروریزم سوله، امنیت او پرمختګ له جدي ګواښ سره مخامخ کړی.

د مودي له قوله ویل شوي په خواشینۍ سره چې د دغه تروریزم اصلي ځاله د هند ګاونډی چې ښکاره اشاره یې پاکستان ته ده، دی.

نوي ډیلي اسلام اباد په لانجمن کشمیر کې د سخت دریځو ډلو په ملاتړ او دغه راز د هند نورو برخو ته د شخړو د ترسره کولو لپاره د سخت دریځو په استولو تورنوي.

پاکستان دغه ادعاوې ردوي.

د شنبې په ورځ روسیې او هند د څو دوه اړخیزو غونډو په ترڅ کې د انرژۍ او دفاعي چارو په برخو کې د میلیارډونو ډالرو په ارزښت څو تړونونه لاسلیک کړل.

د «بریکس» ډله د نړۍ د نفوسو نږدې نیمایي او د نړۍ د اقتصاد دریمه برخه تشکیلوي.

XS
SM
MD
LG