د لاسرسي لېنکونه

په بلخ کې د ماین چاودنې له کبله یو ملکي وګړی ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې د ماین دغه چاودنه نن غرمه مهال په مزارشریف ښار کې د بلخ په دروازه کې شوې ده.

نوموړی وايي د ریموټ کنټرول دغه ماین چې له لیرې واټنه اداره کېده هغه مهال وچاودېد چې د پولیسو یو رینجر موټر له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو.

عیني شاهدان بیا وايي چې په یاده کې پېښه کې یو پولیس او اوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوې دي.

د بلخ په حوزوي روغتون کې موظف ډاکټر شاکر احسان دا منلې چې یوه ټپي د عملیاتو پرمهال ساه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG