د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

پر روسیې د امریکا د انټرنټي حملو احتمال


وروسته له هغې چې د امريکا متحدو ايالتونو ادعا وکړه چې د مسکو له خوا د امريکا ځينو سياسي ادارو ته د انټرنټي يا سايبري حملو سخت خطر متوجه دى، دې مسئلې د روسيې انتقادونه وپارول.

مسکو دا انتقادونه وروسته له هغې کوي چې د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن وړمه ورځ وويل، د امريکا پر سياسي ادارو د روسيې د سايبري يا انټرنټي حملو د ادعا په باب به د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ته يو پيغام ولېږل شي.

«ريا نووستي» خبري اژانس د کرملين د وياند «دميتري پيسکوف» په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، هغه ګواښونه چې مسکو او د روسيې دولتي مشرتابه ته متوجه دي- د اټکل خلاف دي، ځکه دغه خبردارى د امريکا د مرستيال ولسمشر په سطحه ورکړل شوى دى.

پيسکوف ويلي، د دغو تهاجمي او د اټکل خلاف څرګندونو په ځواب کې بايد د خپلو ګټو د ساتنې او د خطرونو د دفع کولو لپاره يو لړ اقدامات وکړو.

د امريکا د ولسمشر مرستيال «جو بايډن» په هغه مرکه چې وړمه ورځ «NBC» ټلويزيون خپره کړه پوښتل شوى، د امريکا متحده ايالات ولې د روسيې په وړاندې ځوابي اقدام نه کوي چې د ډيموکرات ګوند د لوړ رتبه غړو د ايميلونو په ليک کولو سره يې هڅه کړې چې د امريکا د انتخاباتو په سيسټم کې لاسوهنه وکړي؟

جو بایډن
جو بایډن

ښاغلي بايډن په ځواب کې وويل:

​"موږ يو پيغام لېږو، موږ د دې وړتيا لرو او دا پيغام به ولېږل شي، دوى به په دې پوه شي دا پيغام به زموږ په خوښه تر هغو شرايطو لاندې ولېږل شي چې اغېز يې زيات وي، د انتخاباتو د اساسي بدلون امکان هغسې نه دى چې خلک فکر کوي، موږ به د دوى له هر اقدام سره سم متناسب عمل کوو.​"

د امريکا NBC ټلويزيون راپور ورکړى چې د امريکا متحد ايالتونه د امريکا د انتخاباتو په سيسټم کې د روسيې د لاسوهنې د هڅې د ادعاوو په ځواب کې د مسکو پر ضد ممکنه سايبري حملې ته چمتووالى نيسي.

يوه امريکايي خبريال د امريکا د استخباراتي چارواکو په حواله چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، د جمعې په ورځ راپور وکړ چې د امريکا مرکزي استخبارات يا CIA ولسمشر بارک اوباما ته د مخفي عملياتو امکانات برابروي چې په نتيجه کې يې مسکو مختورى شي.

دغو سرچينو پر هغو اقداماتو چې CIA ورباندې غور کوي، جزئيات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي، د امريکا مرکزي استخباراتو ځينې اهداف ټاکلي او د عملياتو لپاره نور چمتووالى هم روان دى.

د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن ويلي، د امريکا ځوابي اقدام به د روسيې له خوا د هک شويو اسنادو له اغېزو سره متناسب وي.

دغه اسناد او ايميلونه په وروستيو مياشتو کې د روسيې له خوا هک يا د انټرنټ له لارې غلا شوي دي.

په همدې حال کې داسې پوښتنې ولاړې شوي، ايا د روسيې له خوا هک شوي اسناد دا ظرفيت لري چې د امريکا د جمهوري رياست پر انتخاباتو اساسي اغېز وکړي؟

دغه انتخابات چې د جمهوريت غوښتونکي ګوند کانديد «ډونالډ ټرمپ» او ډيموکرات ګوند کانديده هليرې کلېنټن يې د ګټلو تمه لري، د نوامبر پر ٨مه کېږي.

XS
SM
MD
LG