د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

له افغان حکومت نه د ژغورنې ملي خوځښت غوښتنه


د افغانستان د ژغورنې په نوم ملي خوځښت په ولایتونو کې د نا امنیو پراختیا د امنیتي ځواکونو د بې‌کفایتۍ لامل ګڼي.

یاد خوځښت چې نن خپل موجودیت اعلان کړ په یو شمېر ولایتونو کې د نا امنیو پر زیاتوالي د اندېښنې په ښودلو سره وايي چې په لوړو امنیتي پوسټونو کې د بې‌کفایته او فاسدو کسانو ګمارل د دې لامل شوی چې په هېواد کې د خلکو امنیت له ګواښ سره مخ شي.

د دغه خوځښت غړو د يکشنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له حکومته وغوښتل چې هغه امنیتي چارواکي چې په نا امنیو او د ولسوالیو په سقوط کې لاس لري تر عدلي او قضايي پلټنو لاندې ونیسي.

اصف بکتاش
اصف بکتاش

​د دغه خوځښت د انسجام د عالي شورا رئیس اصف بکتاش دغه اعلامیه ولوسته چې په يوې برخه کې يې داسې راغلي:

"د افغانستان د ژغورنې ملي خوځښت د انسجام عالي شورا د حکومت له لوړپوړو چارواکو او دولت څخه غوښتنه کوي چې هغو امنیتي کسانو چې په ولایتونو کې خپلې دندې په سمه توګه سرته نه‌دي رسولي او يا یې هم د ولسوالیو په سقوط کې لاس درلود تر جدي پلټنو لاندې ونیسي."

ښاغلي بکتاش له حکومته دا هم وغوښتل چې حکومتي ادارې دې د فاسدو عناصرو، پردیو استخابراتي کړیو او مافیايي ډلو پورې له تړلو کسانو څخه پاکې کړي.

د افغانستان د ژغورنې ملي خوځښت په امنیتي ارګانونو کې د سیاسي ډلو د نفوذ او د غیر مسؤلو وسله‌والو ډلو له موجودیت څخه هم اندېښنه څرګنده کړه.

دغه اندېښنې په يو شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول کندز، فراه، هلمند، بغلان او ارزګان کې د وروستیو ناامنیو له زیاتوالي وروسته څرګندېږي چې په پایله کې یې سلګونه کورنۍ بې‌ځایه کېدو ته اړ شوي.

له دې وړاندې هم يو شمېر قومي مشرانو، مدني فعالانو او د ملي شورا غړو د ولایتونو د امنیت د خرابوالي لامل په ولایتونو کې د امنیتي مسؤلنیو بې‌کفایتي او په دندو کې ناغېړي یاده کړې وه.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وايي، که هر امنیتي مسؤل کس په خپله دنده کې ناغېړي وکړي او یا هم خیانت وکړي د کشفي ارګانونو له‌خوا به په نښه او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

دولت وزیري
دولت وزیري

دولت وزیري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ په وسله‌وال پوځ کې د کشف او استخباراتو د تفتیش ارګانونه لرو، که هر څوک غفلت وکړي او يا هم خدای مه‌کړه خیانت وکړي او يا هم د اصولو خلاف کړنه ترسره کړي چې د اساسي قانون خلاف وي، نو هغه کسان د څارنوالۍ له‌خوا نه عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کېږي."

په ورته وخت کې د افغانستان د ژغورنې خوځښت دا خبرداری هم ورکړ که چېرې په ولایتونو کې نا امنیو ته پاملرنه ونه‌شي، نو خلک به له یو لوی ناورین سره مخ شي چې بیا به‌یې مسؤلیت د حکومت په غاړه وي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG