د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

د کرنې وزارت: ۴۰ سلنه افغانان خوراکي خوندیتوب نه لري


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلین وايي، ۴۰ سلنه افغانان خوراکي خوندیتوب نه‌لري.

یاد وزارت وایي، ناامني، اوزګارتیا، اقیلمي بدلون او اقتصادي رکود هغه لاملونه دي چې له امله‌یې یو شمېر افغانان خوراکي خوندیتوب نه‌لري.

د دغه وزارت ویاند لطف‌الله راشد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان د راپور له مخې د تېر کال په پرتله په هېواد کې یو سلنه خوراکي نه‌خوندیتوب زیات شوی دی.

فقر، بې‌وزلي د خوراکي نه‌خوندیتوب لاملونه دي.
فقر، بې‌وزلي د خوراکي نه‌خوندیتوب لاملونه دي.

د ښاغلي راشد په خبره دغه کسان په ورځ کې یو ډالر عاید لري:

"د هغو ارقامو له مخې چې د ملګرو ملتونو سازمان څه موده مخکې خپاره کړل په افغانستان کې ۴۰ سلنه کسان خوراکي خوندیتوب نه‌لري چې لوی لامل‌یې اقتصادي رکود دی."

د ښاغلي راشد په خبره افغانستان هر کال ۱،۲۲۱ میلیونه متریک وارداتي غنمو ته اړتیا لري چې له قزاقستان او ترکمنستان نه‌یې واردوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان یا «WFP» مسؤلین وايي چې د ۲۰۱۴ کال د سروې له مخې په افغانستان کې ۳۶ سلنه کسان په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

اماني: ۳۶ سلنه افغانان بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.
اماني: ۳۶ سلنه افغانان بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

د دغه سازمان ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې دغه کسان تر ډېره په بدخشان، غور، نورستان او پکتیکا کې ژوند کوي.

ښاغلی اماني وايي:

"د مرکزي احصائيې د ۲۰۱۴ میلادي کال هغه ارقام چې زموږ په اختیار کې دي ښيي چې په هېواد کې ۳۳ سلنه خلک خوراکي خوندیتوب نه‌لري."

د نوموړي په خبره په ټول افغانستان کې ۹ میلیونه کسان خوراکي خوندیتوب نه‌لري.

د معلوماتو له مخې د خوړو نړیوال سازمان په پام کې لري چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې د ۳،۶ میلیونه هغو کسانو سره چې خوراکي خوندیتوب نه‌لري مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د کرنې وزارت پخوانی وزیر او د ولسي جرګې د چاپېریال ساتنې او طبیعي سرچینو د کمېسیون غړي عبیدالله رامین نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت تر اوسه نه‌دی توانېدلي چې د خوراکي نه‌خوندیتوب مسئله له نړۍ سره شریکه کړي.

عبیدالله رامین
عبیدالله رامین

هغه زیاته کړه:

"نړۍ مو باید دې ټکي ته متوجې کړې وی چې په افغانستان کې څومره کسان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او بل دا چې هغه کسان چې په لومړۍ ګټګورۍ کې خوراکي موادو ته لاس رسی نه‌لري، هغوی ته باید په لومړي قدم کې توجه شوې وی."

نوموړی وايي چې افغان حکومت مکلف دی څو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

دغه‌راز د خوړو د پالېسۍ نړیوال تحقیقاتي انسټېټیوټ په هغه راپور کې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د نړۍ په کچه د لوږې د اندازې په اړه شوی، راغلي چې د نړۍ ۵۰ هېوادونه لا هم د لوږې له جدي ګواښ سره مخامخ دي چې یو یې افغانستان دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام استازي وایي، په دغه هېواد کې د لوږې د کمېدو پرمختګ د پام وړ نه‎دی او لاملونه‌یې د دوی په باور هم روانې ناامنۍ، د بې‌کارۍ ډېروالی او ناسم اقتصادي او اقلیمي شرایط دي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG