د لاسرسي لېنکونه

امریکايي چارواکي وايي، د یمن په خاوره کې د حوثي یاغیانو له سیمې څخه د امریکا پر یوې جنګي بېړۍ توغندي وویشتل شول خو پرې ونه‌لګېدل.

دا په یوه اوونۍ کې درېیمه ورته پېښه ده.

د امریکا دفاعي چارواکي وايي، په سور سمندرګي کې د امریکا د «یو، اېس، اېس، مېشن» پر بېړۍ چې په نړیوالو اوبو کې وه، له ځمکې څخه ځمکه ویشتونکي توغندي وویشتل شول خو بېړۍ د ځان د دفاع لپاره په ځوابي اقدام کې د حوثیانو توغندي شنډ کړل.

د حوثیانو له لوري دا برید کېدای شي امریکا نورو اقداماتو ته ولمسوي.

د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د اکټوبر په دیارلسمه د حوثیانو د ورته برید په ځواب کې امریکا په کروز توغندیو په یمن کې د رادار څو سیمې وویشتې او ویجاړې یې کړې.

XS
SM
MD
LG