د لاسرسي لېنکونه

په کندهار کې د ښوونځیو دوه لکه او څلور اویا زره زده‌کوونکو ته درسي کتابونه له مرکز نه د یوه ملي سوداګر په مرسته انتقال شول.

د کندهار د پوهنې ریاست سرپرست محب‌الله قادري پرون د دغو کتابونو د تسلیمۍ پر مهال رسنیو ته وویل چې په کابل کې د کندهار د ښوونځیو لپاره دوه میلیونه کتابونه چاپ شوي خو انتقال‌یې ستونزمن دی.

ښاغلي قادري وویل د ملي سوداګر حکمت‌الله ښادمن له‌خوا د دوو میلیونو افغانیو په لګښت دغه کتابونه دوی ته رسېدلي او د مقرراتو له مخې به‌یې په زده‌کوونکو ووېشي.

XS
SM
MD
LG